خېبرپښتونخوا كښې 50 لكه ماشومان په سكولونو كښې داخل نه دي ۔د تعليم صوبائي محكمه

پیښور 13مئي(اے پي پي)پېښور كښې 8 لكه څخه زيات ماشومان په سكولونو كښې داخل نه دي ۔د تعليم صوبائي محكمې شمېرو له مخې ټوله صوبه كښې د صوبائي حكومت تعليمي ايمرجنيس باوجود خېبرپښتونخوا كښې نزدې 50 لكه ماشومان سكولونو ته نه ځي۔د تعليم صوبائي محكمې شمېرو له مخې 37 فيصد ماشومان تعليم څخه محروم دي٬ كوم چې 49 لكه 20 زره جوړېږي دا هم وئېلي شوي په پېښور كښې 8 لكه څخه زيات ماشومان د سكولونو نه بهر دي او كولټي پالس كوهستان كښې تر ټولو زياته شمېره ده يعني 80 زره 333 ماشومان سكولونو ته نه ځي۔نور دا چې كوز كوهستان او بره كوهستان كښې 79 فيصد ماشومان سكولونو ته نه ځي او بره چترال كښې دا شرح تر ټولو كمه ده٬يعني يوازې 10 فيصد ماشومان سكولونو كښې نه دي داخل ۔سږ كال 10 لكه ماشومان سكولونو ته د راوستلو هدف مقرر شوے كوم چې تراوسه سر نه كړے شو