د خېبر پښتونخوا وزیراعلی د هندي جارحیت په نتيجه كښې شهيد شويو او ژوبل شويو كسانو كورنيو لپاره امدادی پیکج اعلان كړو

پېښور 10 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ غلي امين ګنډا پور د هندي جارحیت په نتيجه كښې شهيد شويو او ژوبل شويو كسانو كورنيو لپاره امدادی پیکج اعلان كړو۔د پېښور وزیراعلیٰ هاؤس د اړڅه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښونخوا وزیراعلیٰ ووئيل د هندي جارحیت په نتيجه كښې چې د هېواد كومه همه برخه كښې كه د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونكې څوك شهيد يا ژوبل شوې وي نو صوبائی حکومت به د هغوي د ورثا بشپړه مالي مرسته كوي،دا مالی معاونت به د صوبائی حکومت ریلیف پیکج ترمخه كولې شي،ده ووئيل صوبائی حکومت به د هندي جارحیت په نتيجه كښې شهيد شوي يا ژوبل شوي كسانو كورنۍ يواځي نه پريږدي، صوبائی حکومت به د ټولو ځپليو بشپړه خيال ساتي۔