د اطلاعاتو سلاكار بيرسټر سيف په هندي ميډيا په پيښور د بريد په اړه د خپور شوي خبر ترديد

پېښور۔ 10 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو سلاكار بيرسټر سيف په هندي ميډيا په پيښور د بريد په اړه د خپور شوي خبر ترديد كولو سره وئيلي دي چې په پېښور د بريد بې بنسټه خبر څخه دا په ډاګه كيږي چې پښتون قام د هند په اعصابو سور دے۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هندي ميډيا دې بې بنسټه خبرونه خپرولو سره خپل اولس بې لارې نه كړي بلكه هغه دې زمونږ د سرپرائز په حقيقت اډانه لرونكي خبرونه وچلوي۔ د آپریشن بنیان مرصوص دلاسه په بزدل دښمن كښې د بريد كولو همت نه دے پاتے شوے۔ ده ووئيل هند په خېبر پښتونخوا كښې يوازې د خپلو حواريانو د لارې ترهګرې كارروايۍ كوي۔ ده ووئيل ټول قام د بزدل دښمن په ضد يو موټے او د مضبوط دېوال په څير ولاړ دے۔