كوز دير 09 مئي (اے پي پي)كوز دير ميدان لال قلعه سيمه كښې د پاك پوځ سره د يووالي څرګندونې او شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنه وړاندې كولو لپاره يو لاريون ويستلے شو ۔ماشومانو٬مشرانو او د ځوانانو پشمول ګډون كوونكو د پاكستان او پاك پوځ ملاتړ له نعرې وهلې۔لاريون كښې ګډون كوونكو د هندي جارحيت په ځواب كښې د پاك پوځ د ملاتړ څرګندونه وكړه ٬لاريون كښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې او د پاكستان وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه د دشمن په ضد د جنګېدو عزم يې وكړو ۔په لاريون كښې ګڼ شمېر وګړو ګډون كولو۔