په كھوئي رټه او باغ كښې د هند په شهري آبادۍ ګوله باري ٬ د ماشومې او مور په شمول 4 كسان شهيدان ٬ يو شمير ژوبل

کھوئی رټه۔9 مئی(اے پی پی) د آزاد كشمير كوټلي ضلعې په كھوئي رټه سېكټر او باغ كښې د هند لخوا په شهري آبادۍ د بې درېغه ګوله بارۍ په نتيجه كښې د 40 ورځو پۍ خوړونكې ماشومې او مور په شمول 4 كسان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شول۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د كھوئي رټه په ګوړه كلي هند سخته ګوله باري وكړه چرته چې د پيو خوړونكې ماشومې او مور په شمول 4 كسان مړه او 5 كسان ژوبل شول۔ د آزاد كشمير د روغتيا وزير نثار انصر ابدالی په سول ميډيا د جاري كړې شوي بيان او د كشمير ډيجيټل د تصديق له مخې په ژوبل شوو كښې امتیاز بېګم ،افرا خورشید ،طاهرہ خورشید، زبینه او دوه كوچنيان شامل دي۔ دلته د باغ ضلعې په کوټیړی نجم خان كښې د هندي بمبارۍ د لاسه 22 كلن ځوان اسامه عشرت شهيد شو۔ د ده دوه خوېندو سختې ژوبل شوې۔ د باغ پرېس کلب صد راکمل عارف ميډيا ته ووئيل چې د اسامه عشرت 10 ورځې وړاندې واده شوې ؤ څوك چې نن سهار وختي د هند لخوا د شوې ګوله بارۍ نخښه جوړ شو۔ په سب ډويژن هجيره كښې په اېل او سي او په هجېره ښاره د هند د ګوله بارۍ په نتيجه كښې څلور كسان ژوبل شول۔ د جمعې په شپه په كنټرول لائن سخته ګوله باري وشوه د كومې چې پاك پوځ خله ماتې ځواب وركړو او د دښمن چوكۍ يۍ په نخښه كړې۔