لاهور۔9 مئی(اے پی پی) سی سی پی او لاهور بلال صدیق کمیانه وئيلي دي په هيواد كښې روانه وضعه نظر كښې نيولو سره په کیپټل سټی پولیس هيډ کوارټرز كښې سپيشل كنټرول روم جوړ كړے شوے دے۔ د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې بلال صديق كميانه ووئيل چې لاهور پولیس امنيتي چارو او لا اېنډ آرډر په ځايې ساتلو له په بشپړ ډول چمتؤ او الرټ دے۔ د صوبائي سرښار د داخلي او خارجي پوستو په شمول د ټولو مهمو او حساس ځايونو امنيت ټينګ او زيات كړے شوے دے۔ ده هدايت وكړو چې فیلډ افسران دې په شرخوښو عناصرو او شكمنو فعاليتونو نظر ساتي٬ په كوم هم بېړني صورتحال كښې دې ضلعي انتظاميه ٬ رېسكيو سروسز او امنيتي ادارې په زړه پورې کوارډینېشن په ځايې وساتي٬ د لاهور پوليس ځوانان دې بېدار وسي ٬ د ضرورت په وخت دې د مرستې هلو ځلو كښې فعاله برخه اخلي۔ ده زياته كړه چې سپر وائزی افسران دې په حساس او مهمو ځايونو هیومن ریسورس او لاجسټېکس رسنه باوري كړي۔