
کوئټه 08 مئي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل د هند جارحیت او په خاص توګه شهري آبادي په نخښه كولو غندنه كولو سره دا د نړيوالو اصولو او د بشري حقونو خلاف ورزی ګرځولو سره وئيلي دي د هند اشتعال انګيز جارحیت د ټولي سيمي امن او پرمختګ ته زيان رسوي٬نړيواله ورورولي دې د صورتحال سمدستي نوټس واخلي۔په خپل يو بيان كښې ګورنر په دې خبره زور راوړو چې د هند اوسني جارحیت سره د سيمي خپلواكۍ او سلامتيا ته خطر پیښ دے، عدم استحکام او عدم تحفظ زياتيږي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د نازك صورتحال په سمدستي توګه نوټس واخلي،د بلوچستان ګورنر ووئيل دا وخت د پولو سره په نزدې سيمو كښې مېشته وګړي د بحران سره مخ دي،چې پكښې د بے ګناه وګړو ځاني زيان، بے كوره كيدو او نور زيانونه شامل دي۔