د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د پټروليم وفاقي وزیر علي پرویز ملک ملاقات

اسلام آباد۔8مئی (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د پټروليم وفاقي وزیر علي پرویز ملک ملاقات کړے ،ملاقات كښې صوبه كښې د تیل و ګاز پیداوار، د كورونو او صنعتي صارفین ته د ګاز په وركړه او په نورو چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔ د زيارت په ورځ ګورنر هاوس نه جاري بیان تر مخه په دې مهال د صوبائي اسمبلۍ غړے احمد کریم کنډي ، وائس چیئرمین انجمن هلال احمر خیبر پښتونخوا فرزند وزیر هم موجود وؤ ۔ د ملاقات په مهال ګورنر وفاقي وزیر ته د ضلع ډیرہ اسماعیل خان په کوټ پالک سيمه كښې د تیلو او ګاز راوتلو په اړه ووئېل د کوټ پالک ګاز پانګو څخه دې يادې سېمه كښې مقامي ودانۍ ته وړيا ګاز وركولو پشمول تحصیل هیډ کوارټر درابن او ډي آئي خان ښار ته د ضلع کرک په طرز نوې د ګیس کنکشنز وركړې شي ، دغسې چې مقامي وداني د خپلې سيمې قدرتي وسائلو څخه نيغ په نيغه مستفید شي ۔ګورنر وفاقي وزیر ته په ډي آئي خان ښار كښې د ګاز د لږ فشار مسئله هم ورمخې ته كړه او او تجویز يي وركړو چې كه په ښار كښې نور نوي ټاؤن بورډنګ سټیشن (ټي بی ایس ) ولګولې شي نو د ګاز د پریشر مسئله به عمري له حل شي ۔دغسې وفاقي وزير د پیښور پشمول د صوبې نوورو صنعتي مرکزونو كښې هم د صنعتکارو د تحفظات نه خبر كړے شو ۔وفاقي وزیر پرویز ملک د ګورنر وړاندېزونو سره اتفاق وكړو او باور يي وركړو چې په دې سفارشات به عملدرآمد کولې شي