
سری نګر۔8 مئی(اے پی پی) د هند په قبضه كړې شوې جمو وكشمير كښې چارواكو ټولو سركاري ملازمينو ته سخت هدايات جاري كړي دي چې هغوي دې په دفترونو كښې خپله موجودګي باوري كړي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د لېفټېننټ ګورنر په مشرۍ كښې د انتظاميې لخوا په جاري كړې شوې حكمنامه كښې وئيلې شوي دي چې روانه وضعه نظر كښې نيولو سره هدايت كولے شي چې ټول انتظامي سېكتران او د محكمو مشران دې ٬ سوا د غېر معمولي حالاتو نه ٬ د كوم هم ملازم كوم هم قسم رخصتي منظور نه كړي۔