
پېښور ۔ 08 مئی (اے پی پی) د پېښور ميئر حاجی زبېرعلی وئيلي دي چې د هندي جارحيت په ضد ټول قام يو موټے او د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې په پاكستان د بزدلانه بريدونو سخته غندنه كوو٬ هندي بريد زمونږ د خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزدي ده۔ د هند لخوا بې درېغه جارحيت وكړے شو د كوم په ضد چې پاكستانے قام يو موټے دے او پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې هندي بريد كښې عام وګړي او كوچنيان په نخښه كړې شوي دي۔