د هندي جارحيت نخښه جوړ شوے شهيد طالب علم طاهر زئنور په بهاولپور كښې خاورو ته وسپارلے شو

ټنډو محمد خان. 08 مئی (اے پی پی) ټنډو محمد خان سره تعلق لرونكے طالب علم په بهاولپور مدرسه كښې د هندي جارحيت نخښه جوړ شو٬ شهيد طالب علم طاهر زئنور په بهاولپور كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د شهيد طاهر زئنور تره مولانا صدیق زئنور اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل زما وراره طاهر د بهاولپور په ديني مدرسه كښې زده كړې ترلاسه كولې۔ ده ووئيل بزدل هند د بهاولپور شهري سيمې او مدرسې په نخښه كړې چې په نتيجه كښې يۍ زما وراره طاهر زئنور شهيد شو۔ ده ووئيل ارواښاد په بهاولپور كښې خاورو ته وسپارلے شو۔