د هند د اړخه د پاكستان اولسي ودانۍ په نخښه كول د نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ده ، نوابزاده خالد خان مګسي

كوئټه۔ 07 مئي (اے پي پي)د سائنس و ټيكنالوجي وفاقي وزير نوابزاده خالد حسين خان مګسي د هند د يرغل په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي د هند لخوا د پاكستان شهري آبادي په نخښه كول د بين الاقوامي قوانين خلاف ورزي ده ، د پاكستان دفاع ناقابلِ تسخير ده ، قام او پوځ يو دے ، د شورو په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير نوابزاده خالد حسين خان مګسي ووئېل د هند بزدلانه كارروائۍ د منطقې امن لپاره خطر لري ،د پاكستان ټول قام د هندي يرغل په ضد د خپلو پوځونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ نوابزاده خالد حسين خان مګسي ووئېل دښمن ته په زړه پورې ځواب وركولو لپاره ټول قام متحد او د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے۔