
پېښور 07 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د هند لخوا په بهاولپور، كوټلي او مظفرآباد د ميزائل بريدونو غندنه كولو سره د هند ښكاره جارحيت د منطقې امن لپاره سنګين خطر ګرځولے٬ تېره شپه د هند په بزدلانه جارحيت خپل بيان كښې ده ووئيل د هر ډول جارحيت بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لرو۔ ده ووئيل د پاكستان په خودمختارۍ به كومه سودا نه كېږي٬ د هند دا ډول كارروائۍ د نه قبلېدو وړ دي٬ د پاكستان اولس او وسله وال ځواكونه د هر ډول دښمنۍ بشپړ او پرېكنده ځواب وركولو لپاره چمتو دي ۔ ده د پاكستان سيمې په نخښه كولو د تشويش څرګندونه كولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه وكړه چې ھغوي د هند د غېر ذمه وارې او خطرناكې رويې په سمدستي توګه نوټس واخلي