
پېښور 07 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د هند د يرغل په موثر او په وخت ځواب وركولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ ده د پاك فضائيه لخوا د هند جنګي الوتكې په رانسكورولو پاك فضائيه له مباركي وركولو سره ووئيل د پاك فضائيه پشمول د وسله والو ځواكونو وظيفائي پوهې ته ټول قام سلام كوي٬ پاك فضائيه د ښې وظيفائي پوهې په سبب د هېواد په دفاع كښې يو بل تاريخ رقم كړو۔ ده ووئيل د جنګ په پېل كښې د هند پوځ په سپين بېرغ هسك كولو مجبور شوے٬ هند له به د بې ګناه پاكستانو د شهادت حساب وركول وي