د پيپلز پارټي سيد وقار مهدي د سندھ څخه د سېنېټ په خالۍ چوكۍ سينيټر وټاكلے شو

كراچۍ 06 مئي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي سيد وقار مهدي د سندھ څخه د سېنېټ په خالي چوكۍ ضمني انتخاب كښې سينيټر ټاكلے شوے ۔د سندھ صوبائي اليكشن كمشنر اعجاز انور چوهان ووئيل سيد وقار مهدي 111 ووټ ترلاسه كړي، دغسې د اېم كيو اېم پي نګهت مرزا 36 ووټ ترلاسه كړل او دوه ووټونه د غلط ماركنګ په وجه مسترد شول ۔په سندھ اسمبلۍ كښې پولنګ سهار 9 بجو نه تر مازيګر 4 بجو غير د كومې دمي وشو۔ د پولنګ مقرره وخت په مهال مجموعي 149 ووټونه كاسټ شول ۔سندھ څخه د سېنېټ جنرل نشست د پيپلز پاړټي سينيټر تاج حيدر په مرګ خالي شوے ؤ ۔