د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د پارليماني سيكرټري صمد خان ګورګيج په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

كوئټه 06 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د پارليماني سيكرټري صمد خان ګورګيج په مشرۍ كښې د هزارہ ټاؤن کوئټه پلاوي ملاقات کړے۔پلاوي هزاره ټاؤن له د اوبو وركولو پشمول په نورو مسئلو خبرې وكړې۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وزیراعلیٰ ووئيل هزارہ ټاؤن له د اوبو وركړه به باوري كولې شي او د هزاره ټاؤن کوئټه غیر فعاله ټیوب ویلونه به ډير زر فعاله كړې شي دغسې چې وګړو ته د اوبو وركولو تسلسل كښې كوم ركاوټ نه وي۔ده ووئيل تعلیم ته صوبائی حکومت خاص پام لرنه كوي،سيمه كښې د جوړ بے نظیر ګرلز هائي سکول دوره به ډيره زر وكړم او سكول له به ټول ضروری بنیادی ضروریات او سهولیات هم وركړے شي۔په دې موقع پلاوي د وزیراعلیٰ په مرسته د هغه مننه وكړه