
پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبر پښتونخوا اكاؤنټنټ جنرل نصير الدين په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې اکاؤنټنټ جنرل ګورنر د ادارې كاركردګۍ په اړه خبر كړو۔ په ملاقات كښې په مالي چارو ٬ د پبلک فنډز په سپېځلي ډول كارولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ګرده صوبه كښې د اکاؤنټنټ جنرل ماتحت ذيلي دفترونو كښې د فنډ په سپېځلي ډول كارولو له د نوي نظام معارفي كولو په اړه هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د بوګس چېكونو ٬ د فنډز په غېېر قانوني توګه د كارېدو لاره نيولو له د اکاؤنټنټ جنرل آفس پېشه ور استعداد سره په اړوندو چارو هم بحث وكړے شو۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر كريم كنډي ووئيل په صوبه كښې غوره حكمرانۍ له به د فنډز په سپېځلي توګه كارول باوري كول وي۔ ده زياته كړه چې په مالي چارو كښې سپېځلتيا سره اړوندو چارو له د اكاؤنټنټ جنرل آفس كردار زيات مهم دے۔