کراچۍ۔ 04 مئی (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري وئيلي دي چې پاكستان كله هم د پرمختګ په لاره روان شي ٬ هند يۍ سازشونه كولو سره د لارې نيولو هڅه كوي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې دا خبره ده په جناح پوهنتون كښې د سندونو وېش دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل هند په خپلو ټولو هڅو كښې له ناكامه كېدو څخه وروستو د پاكستان د اوبو بندولو په څير اقدمات كړي دي۔ ده زياته كړه چې پاكستاني يو اتومي قوت دے د كوم دفاع چې د خپل اولس ځانګړي قوت او عزم سره تړلې ده او كوم هم هېواد پاكستان ته زيان رسولے نه شي۔ ګورنر د پاكستان د قامي عزم پخلي كولو سره زده كوؤنكو سره په ګډه د “پاکستان زندہ باد، پاکستان پائندہ باد” نعرې پورته كړی۔ دې څخه وړاندې ګورنر د جناح پوهنتون 24 د سندونو وېش غونډه كښې فارغ شو زده كوؤنكو له مباركي وركولو سره د دوئي د كاميابۍ ستائنه وكړه۔