د پاكستان د خپلواكۍ به كومه سودا كولې نه شي٬ د هندي جارحيت به په هر محاذ خله ماتې ځواب وركوو: ملك احمد خان

لاهور۔4مئی (اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك اېم احمد خان وئيلي دي چې پاكستان د هند د كوم هم جارحيت خله ماتې ځواب وركولو بشپړ صلاحيت لري او زمونږ پوځ ٬ مشرتابه او اولس يو موټے دي۔ ده د اتوار په ورځ په ځايي هوټل كښې د “پاک هند مسئلې ، د پاک پوځ كردار ، کشمیر، ترهګري ٬ اوبه او نورې مسئلې : حل څه؟ ” په سرخط يو سيمينار ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د هند اصل مسئله د پاكستان وجود سره تړلې ده۔ زما په څير كسان كوم چې تل د مذاكراتو په حق كښې وو اوس د خبرو اترو عمل ملاتړ نه كوي٬ كله چې څوك ستا بنيادي حقونه نه تسليموي نو بيا مذاكرات بېكاره شي۔ ده ووئيل هند د آئيني بدلونونو د لارې په كشميري اولس زيات ظلم او جبر كړے دے۔ د اوبو مسئلې په اړه سپيكر ووئيل په اوبو د پاكستان حق په نړيواله كچه منلې شوې دې او كه هند د اوبو ايسارولو هڅه كوي نو دا عمل به د اېكټ آف وار په زمره كښې راځي۔ د ترهګرۍ په اړه ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد د اتيا زره قيمتي ځانونو قرباني وركړې ده۔ بلوچستان، سندھ او پنجاب څخه د را ايجنټان او د كلبھوشن په څير عناصر نيولې شوي دي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه اتومي قوتونه دي ٬ يو اتوم تصادم دوه ارب انسانان اغېزمن كولې شي او ددې ماحولياتي اثرات تر 25 كلونو نړۍ تيارې ته ټېله كولې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر په فرنټ لائن موجود دے او وزيراعظم هم ښكاره پېغام وركړے دے۔ ده غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه دې د كشميرې مسئلې عادلانه حل او د هندي عزائم مخنيوي له فوري كردار ترسره كړي۔