پاكستانۍ وګړې سره په واده كولو هندي پيرا ملټري اهلكار نوكرۍ څخه اخوا كړے شو

جموں۔4 مئی (اے پی پی) د بھارتی پېراملټری سېنټرل ریزرو پولیس فورس يو اهلكار پاكستانۍ وګړې سره د خپل واده پټ ساتلو په تور ملازمت څخه اخوا كړے شوے دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د فورس چارواكو وئيلي چې د سی آر پی اېف 41 بټالین کانسټېبل منیر احمد د يوې پاكستانۍ وګړې سره د واده په كولو او د هغې د وېزې موده ختمېدو باوجو ځان سره په پټه د ساتلو په تور ملازمت څخه اخوا كړې شوے دے۔ دا معامله هغه مهال رامخې ته شوه كله چې هندي حكومت د پهلګام له پېښې وروستو پرته له طبي يا بشري بنيادونو د ټولو پاكستاني وګړو د بې دخل كولو امر وكړو۔