د هندي وزيراعظم جنګي جنون په منطقه كښې د امن تباه كولو سازش دے۔محمد اشفاق

سيالكوټ 02 مئ(اے پي پي)سيالكوټ كښې د سول سوسائټۍ استازي محمد اشفاق نذر او ميا اعجاز انجم وئېلي دي د هندي وزيراعظم جنګي جنون په منطقه كښې د امن تباه كولو سازش دے كه چرې هندي پوځ د پاكستان پولو خلاف ورزي وكړه نو پاكستانے قام به د پاكستان وسله والو ځواكونو نه وړاندې د دښمن نام او نشان ختم كړي۔ټول قام د پاكستان بچے بچے د خوږ هېواد پاكستان …

سيالكوټ 02 مئ(اے پي پي)سيالكوټ كښې د سول سوسائټۍ استازي محمد اشفاق نذر او ميا اعجاز انجم وئېلي دي د هندي وزيراعظم جنګي جنون په منطقه كښې د امن تباه كولو سازش دے كه چرې هندي پوځ د پاكستان پولو خلاف ورزي وكړه نو پاكستانے قام به د پاكستان وسله والو ځواكونو نه وړاندې د دښمن نام او نشان ختم كړي۔ټول قام د پاكستان بچے بچے د خوږ هېواد پاكستان حفاظت٬دفاع او سلامتيا لپاره جنګېدو ته هر وخت چمتو دے٬ مونږ ټول يو يو او د پاكستان سلامتيا او حفاظت لپاره به خپل ځان قربان كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د پاكستان پوځ سره د يووالي څرګندونې لپاره او د هندي جارحيت په ضد راجوړ كړي لاريون كښې ګډون كوونكو ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔مقررين ووئېل نړۍ ته معلومه ده چې هند د بشري حقونو د خلاف ورزۍ مركز دے خو نړيوالې ورورولۍ ته وئېل غواړو چې كه چرې هندي ځواكونو د پاكستان د پولو خلاف ورزي وكړه نو دې ځل به د هند تر بشپړه خاتمې جنګ روان وي۔ دوي ووئېل پاكستان اتومي قوت دے نه يوازې د خپلې خاورې په تحفظ كولو پوهېږي بلكې دښمن ته په ځواب وركولو هم پوهېږي۔په لاريون كښې علي صديقي٬مختار احمد٬ميا سرفراز نواز٬مهر موبين احمد٬ماسټر محمد ارشد٬چوهدري آفاق پشمول نورو ګډون كولو۔

مزید خبریں