
پیښور ۔ 30 اپريل (اے پي پي) د خيبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايډورډزکالج پیښور د بورډ آف ګورنرز 16 مه غونډه ګورنرهاوس كښې وشوه ۔ غونډه كښې د ايډورډزکالج دمستقل پرنسپل تعيناتۍ په اړه سرچ کميټۍ خپل سفارشاتوړاندې كړل ۔ د سرچ کميټۍ په سفارشاتد بورډآف ګورنرز غړود ډاکټريعقوب بنګش د پرنسپل ايډورډزکالج لګولو منظوري وركړې شوه ، غونډه كښې د سرچ کميټۍ د اړخه ګورنر تهد مستقل پرنسپل تعيناتۍ طريقه کار،شارټ لسټنګ، انټرويو،مجموعي قابليت او معيار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ، غونډې ته ووئېلشول سرچ کميټۍ په 15 كښې د 12 كانديدانو انټرويوکړېچې پكښې د مجموعي قابليت تر مخهد3 اميدوارانو مشتمل پينل جوړ كړے شو، دغسې بورډآف ګورنرز د دريو اميدوارانو په پينل كښې تر ټولو د وړاندېد ټاپ پوزيشن لرونكې ډاکټريعقوب بنګش د پرنسپل تعيناتۍ منظوري وركړه ۔ګورنر د سرچ کميټۍد غړود طريقه کاراو ټاكلي وخت كښ د پرنسپل تعيناتۍ مرحله سر ته په رسولو ستائنه وكړه ۔ګورنر فيصل کريم کنډيووئېل ډېره د افسوس خبره وه چې د ډېرې مودې نه ايډورډکالج د مستقل پرنسپل نه محرومهؤ ، ده ووئېل ما د ګورنر منصب سنبھالو سرهدا عزم کړے ؤ چې د ايډورډز کالج مستقل پرنسپل به ډېر زر تعيناتووم، ايډوډز کالج نه يوازې په خيبرپښتونخوا كښې بلکې پاکستان كښې يو نوم لرونكې تاريخي تعليمي درسګاہ ده، په غونډه كښې ايګزيکټيو ډائريکټرغلام اسحاق خان انسټيټيوټ شکيل دراني، امتياز حسين ګيلاني، ناصر علي خان، ډاکټر قبله اياز،بشپ مانورمل شاہ،پروفيسر شجاعت علي، سارہ صفدر، د اعلي تعليم محكمې او د خزانې محكمې استازو بشمول د بورډنورو غړو ګډون وكړو ۔