د بلوچستان ګورنر کوئټې څخه حج پرواز ته په مخه ښه ووې

کوئټه 29 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل د کوئټه په نړيوال هوائي مېدان د حج په وړومبني پرواز كښې حج له تلونكو ته مخه ښه ووې۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د پاك پروردګار په فضل سره به كوئټې څخه د حج لومړې پرواز مدينې منورې ته ورسي۔ ده په دې موقع د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز او نورو اړوند چارواكو د نېغ په نېغه فلائټ لپاره د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع د پي آئي اے جي اېم شعيب احمد، د اے اېن اېف کمانډر بريګيډيئرعدنان، د کوئټه ائيرپورټ اے پي اېم ملك وحيد عباس او حج ډائرېکټر الياس جعفر هم موجود ٶ۔