پېښور 28 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د متفقه قرارداد د لارې د پهلګام په پېښه د تشويش څرګندونه كولو سره د هند د معاندانه رويې او د سندھ طاس تړون په اړه د دړكو غندنه كړے ده۔ د ګل په غونډه كښې د حکومت او مخالفې ډلې لخوا په مشتركه توګه قرارداد د پيپلز پارټۍ پارلماني لارښود احمد کريم کنډي وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې وئيلي شوې دي چې دا ايوان د پهلګام په پېښه د تشوش څرګندونه كولو سره د هند د معاندانه اقداماتو پشمول د سندھ طاس لوظنامې په اړه په دړكو او د پاكستان په ضد د جارحيت د اقداماتو غندنه كوې۔ دا ايوان د پاكستان حکومت د قامي مفاداتو تحفظ لپاره د دې د خپلواكۍ د حق د بشپړه ملاتړ پخلې كوي او د هر ضروري اقدام توثيق كوي٬ دا ايوان نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كوي چې ھغوي دې د هند د خلاف ورزو نوټس اخستو سره په منطقه كښې امن او استحكام په ځائ ساتلو لپاره خپل كردار ولوبوي