ډیرہ اسماعیل خان ، د خيبر پښتونخوا ګورنر د پاكستان د خپلواكۍ دفاع له د عزم پخلے

ډبرہ اسماعیل خان۔ 28 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پاكستان د خپلواكۍ دفاع له د خپل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې ټول قام د هندي جارحيت په ضد يو موټے دے۔ په میاں خېل هاؤس كښې كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده قېضار خان میاں خېل ته د ډسټرکټ بار ايسوسی ايشن په ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل هند د سندھ طاس لوظنامې هر وارې خلاف ورزي كړې او په پاكستان يۍ بې بنياده تورونه لګولي۔ ده ووئيل پاكستان تل په منطقه كښې د امن ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل مونږ په خپلو دفاعي صلاحيتونو وياړ لرؤ۔ ده په سندھ كښې د اوبو وېش په شخړه هم خبره وكړه او سياسي مخالفينو ته يۍ اپېل وكړو چې هغوي په دې مسئله بايد سياست ونكړي۔ ده ووئيل كه خېبر پښتونخوا ته د دې جائزې اوبه ترلاسه شي نو درې نهرونه جوړېدې شي او د چشمه لفټ کېنال د بنياد تيګه به كېښودلې شي۔ د بېلو صوبو د صورتحال موازنه كولو سره ګورنر ووئيل په نجاب كښې خلك ترقي او په خېبر پښتونخوا كښې امن غواړي۔