مانسهر٬ د جيب ژورې كندې ته د پريوتو پېښه – 4 ميرمنې مړې٬ 6 كسان ژوبل

پېښور 28 اپرېل (اے پي پي)د مانسهرې په كن چهجړي سيمه كښې د جيب ژورې كندې ته د پريوتو پېښې له امله څلور ميرمنې مړې او 6 كسان ژوبل شوي۔ د پوليس له مخې جيپ سنډي څخه جبوړي ته روان وو٬په دې مهال د بريك فيل كېدو له امله ژورې كندې ته پريوتو چې په نتيجه كښې يې څلور مېرمنې په حق رسېدلې او 6 كسان ژوبل شوي۔ځايې كسانو په سمدستي توګه د مرستې كاروائيو كولو سره مړي او ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړي۔پوليس او د مرستې ډلې د پېښې پلټنې كوي۔ د ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن ښودلې كيږي۔