هېواد ته ورمخې ته چېلنجونو مخ نيوي لپاره سياسي استحكام او شريك مشاورت ضرورې دے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي

پیښور 23 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره مختلف پلاويو د شورو په ورځ د هغه په استوګنه اسلام آباد كښې جلا جلا ملاقاتونه كړي۔په ملاقات كوونكو كښې د پاكستان مسلم ليګ لارښود نوابزاده ایزد نواز خان سدوزئی، پخوانے ایم پی اے احتشام جاوید اکبر په مشرۍ كښې پلاوي او د پاکستان پیپلز پارټی سینئر لارښود او د كوهستان د قامي اسمبلۍ پخوانے غړے محبوب اللہ جان شامل وو۔پخواني ايم پي اے احتشام جاويد اكبر په مشرۍ كښې پلاوي په چشمه لفټ كينال او نورو سياسي او سيمه ايز صورتحال د خيالاتتو څرګندونه وكړه۔پلاوي د چشمه لفټ كينال په اړه د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته د هغه په هڅو او خذمات پېرزوئنې وړاندې كړې