د هند په شخړيز كشمير كښې د ترهه ګرۍ کارروائۍ منطقه كښې امن لپاره خطر لري ،پهلګام كښې د ډزو په پیښه كښې د سېلګرو په مرګونو خفه شوم ،ګورنر خیبر پښتونخوا

پېښور ۔ 23 اپریل (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي شخړيز کشمیر كښې د سېلګرۍ په ځائے پهلكام كښې د ډزو پیښه كښې د سېلګرو په مرګونو د غم دړد څرګندونه كړې ده ،ګورنر په پیښه د هند د اړخه په پاکستان د تورنو لګولو سخته غندنه كولو سره وئېلي دي د ډزو پیښه د هندي حكومت د نااهلۍ او د مقبوضه کشمیر د تاریخ يوه بله او بدتره پیښه ده ، د هند حکومت، هندۍ میډیا خپله نااهلي پټولو لپاره لكه د نور كله په پاکستان تورونه لګوي ، ده ووئېل هند پخپله پاکستان كښې د ترهه ګرۍ په پیښو كښې ككړ دے ، ګورنر ووئېل مقبوضه کشمیر كښې د هند ریاستي ترهه ګري د چا نه پټه پناه نه ده ۔