پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې سږ كال د پوليو دوېم كېس رپورټ شوے د كومې چې د روغتيا قامي ادارې لخوا تصديق شوے دے۔ د روغتيا صوبائي څانګې بيان له مخې د تورغر ضلع د کنډر تحصيل په منجاكوټ يونين کونسل كښې په يوولس كلن ماشوم كښې د پوليو د وائرس تصديق شوے دے۔ د جاري بيان له مخې په صوبه كښې سږ كال وړومبے د پوليو كېس په ډي آئي خان كښې په جنورۍ كښې رپورټ شوے ٶ۔ د يادونې وړ ده ګرد هېواد كښې سږ كال د پوليو كېسونو شمېره 7 ته رسېدلې ده چې پكښې څلور كېسونه په سندھ٬ دوه په خېبرپښتونخوا او يو په پنجاب كښې رپورټ شوے دے۔