د خېبرپښتونخوا په بنو سيمه كښې پوليس په چوكۍ د ترهه ګرو بريد ناكامه كړو

پیښور 22 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا په بنو سيمه كښې پوليس په چوكۍ د ترهه ګرو بريد ناكامه كړے۔د پېښور سينټرل پوليس آفس له مخې بنو كښې د شپې په پوليس چوكۍ ترهه ګرو بريد وكړو٬ د بريد كوونكو خوارجي ترهه ګرو شمېره 18 نه تر 19 وه۔پوليس چارواكو ووئيل ترهه ګر په 8 موټرسائيكلو راغلي وو چې پكښې درې ترهه ګر پوليس چوكۍ پلو راروان وو٬ترهه ګرو د پوليس چوكۍ كيمرې په نخښه كولو سره بريد كول غوښتل٬ خو د پوليس په كاروائۍ ترهه ګرو بېلو اړخونو څخه په چوكۍ ډزې وكړې۔چارواكو له مخې پوليس اهلكارو په وخت كاروائي كولو سره بريد ناكامه كړو او د دغې نه پس ترهه ګر وتښتېدل۔پوليس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حميد په چيك پوسټ بريد ناكامه كوونكو پوليس اهلكارو ستائنه وكړه۔سنټرل پوليس آفس دا كاروائي د فتنه الخوارج په ضد يوه لويه كاميابي ګرځولې او وئېلې يې دي پوليس به په هر ډول د امن دښمنه عناصرو مقابله كوي۔