د مانسهره پوليس د مېلو سمګل كونكې هڅه ناكامه كړه ٬ ملزم ونيولے شو

مانسهره ۔22 برېل (اے پي پي) د ډي ايس پي بالا كوټ په مشرۍ كښې د بالا كوټ پوليس په وخت كاروائي كولو سره د ميلو وړوكے بچے په غېر قانوني توګه د سمګل كولو هڅه ناكامه كړې ده۔ په كاروائۍ كښې د ملزم نيولو سره سمدستي د وائلډ لائف اهلكلر راوغوښتلے شول۔ د وائلډ لائف محكمې د اړخه په هغه مهال كاروائۍ كولو كښې په جرم كښې په ككړ ملزم شكيل خان د پلار نوم جاوېد خان د پیښور په اوسېدونكې دوه لاكه 10 زره جرمانه ولګوله۔ دغسې د ميلو بچے د وائلډ لاف محكمې ته وسپارلے شو چې خوندي مقام ته منتقل كړے شي۔ ډي پي او شفيع الله ګنډاپور په دې مهال ووئېل چا ته به هم د قانون ماتولو اجازه ورنه كرې شي ٬ د پوليس او وائلد لائف په وخت كاروائۍ څخه نه يوازې يو بې زبانه بچ كړے شو بلكې د قانون عملداري هم باوري كړې شوه۔