د پېښور په لكي ډهېري سيمه كښې څلور كلوګرامه وزني بم شنډ كړے شو

پېښور 27 دسمبر(اے پي پي) د پېښور په لكي ډھېري سيمه كښې پوليسو د تباهې پلان ناكام كړے او څلور كلوګرامه وزني بم ئې شنډ كړے۔ د پوليسو له مخې د ګلبهار تاڼې پھ حدودو كښې په لكي ډھېري سيمه كښې د يو كور په خوا كښې شرخوښو بم په ځائ كړے و او په اطلاع بم ډسپوزل يونټ بم شنډ كړو او د تباهې پلان ئې ناكام كړو۔