كراچې 27 دسمبر(اے پي پي) پاكستان رېنجرز سندھ په بېلا بېلو سيمو كښې په خفيه اطلاع چاپه وهلو سره د د لغوا ډلې 6 ترهګر نيولي دي۔ د رېنجرز وياند له مخې د لانډھي په بېلا بېلو سيمو كښې د كارروائې په مهال د لغوا ډلې ترهر او قلنګ اخستونكي پشمول 3 تورن نيول شوي دي۔ د رېنجرز له مخې د ناظم آباد او اورنګي ټاؤن په سيمو كښې د كارروائې په مهال 3 ترهګر نيول شوي دي او د دوي څخه وسله هم ترلاسه شوې۔