د بلوچستان حكومت د زهري پیښې د پاكو او بې پرې پلټنو سپارښتنه وكړه ، د ټولو اړخونو د جاج اغستو امر

کوئټه۔ 09 جنوري (اے پي پي ) د بلوچستان حكومت د زهري پیښې په اړه د پاكو او بې پرې پلټنو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي د پیښې د ټولو ارخونو دې بشپړ جاج واغستلے شي ۔ د داخله محکمې بلوچستان تر مخه د دې پیښې ذمه وارو عناصرو په خلاف به سخته کارروائي كولې شي٬ د حکومت وياند واضحه كړه چې د اولس تحفظ او ریاستي رټ بحالۍ ته …

کوئټه۔ 09 جنوري (اے پي پي ) د بلوچستان حكومت د زهري پیښې په اړه د پاكو او بې پرې پلټنو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي د پیښې د ټولو ارخونو دې بشپړ جاج واغستلے شي ۔ د داخله محکمې بلوچستان تر مخه د دې پیښې ذمه وارو عناصرو په خلاف به سخته کارروائي كولې شي٬ د حکومت وياند واضحه كړه چې د اولس تحفظ او ریاستي رټ بحالۍ ته حکومت پام لرنه كوي ۔ په زهري پیښه د مقامي انتظامیه د اړخه فوري غبرګون نه وركولو په اړه داخله محكمې د سول انتظامیي متحرک کولو او د بې غورۍ مخ نيوي احکامات جاري کړې دي٬ وياند ووئېل د قانون نافذ کوونكې ادارې د صورتحال مکمل څارنه كوي او د امن و امان په ځائے ساتلو لپاره په ټوله صوبه كښې اقدامات لا سخت کړے شوي ۔ د ورځې په بنیاد د تحقیقات د پیشرفت جاج به اغستلې شي ٬ دغسې چې زر تر زره اصل حقائق رامخې ته كړے شي ٬ داخله محكمې اولس ته باور وركړے چې په ګرده صوبه ګښې د ریاست رټ قائم دے او كومه هم بې غوري او یا غیر ذمه واري به برداشت نه كړې شي ۔ د وياند تر مخه حکومت ټولو ضلعو كښې د سول انتظامیه کارکردګي لا ښه كولو لپاره اقدامات كوي ٬ دغسې چې په سباون كښې داسې پیښې رامخې ته نشي۔