نوابزاده جمال رئيساني په خضدار كښې د ترهګرو بريد وغندلو

کوئټه ۔9جنوری (اے پی پی) له كوئټې څخه د قامي اسمبلۍ غړي او د پيپلز ګوند لارښود نوابزداه جمال رئيساني د خضدار په زهري سيمه كښې د ترهګرو د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې داسې ناكامه بريدونه د بلوچستان د اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې نوابزاده جمال خان رئيساني دا ډول ناوړه عمل په امن ٬ انسانيت او …

کوئټه ۔9جنوری (اے پی پی) له كوئټې څخه د قامي اسمبلۍ غړي او د پيپلز ګوند لارښود نوابزداه جمال رئيساني د خضدار په زهري سيمه كښې د ترهګرو د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې داسې ناكامه بريدونه د بلوچستان د اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې نوابزاده جمال خان رئيساني دا ډول ناوړه عمل په امن ٬ انسانيت او ټولنيزو اقدارو بريد ګرځولو سره ووئيل شرخوښي عناصر به كله هم په خپلو ارادو كښې بريالي نه شي۔ د بلوجستان حكومت د ترهګرۍ نوغي ويستلو عزم لري۔ ده وئيل د ترهګرو دا سپك عمل د بلوچستان غېر مستحكم كولو او د دے امن لمينځه وړلو يو ناپاكه سازش دے۔ ده ووئيل ترهګر به په خپلو ناوړه ارادو كښې په هر صورت ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل د اولس املاك سوزول او تكليف رسول انسانيت نه دے۔