ګلګت۔ 9جنوری (اے پی پی) انسپکټر جنرل پولیس ګلګت بلتستان افضل محمود بټ د تېر كال پولیس وېلفېئر فنډ پالیسی لاندې مستحق ملازمينو او د هغوي كورنيو له په بېلو مدونو كښې په مجموعي توګه يو كروړ 40 لكه څخه د زياتو روپو مرستې منظوري وركړه۔ د ګلګت پوليس وياند له مخې دا ادائيګي د پوليس وېلفيئر اېكټ 2016 لاندې كولې شي په كومه كښې چې د ملازمينو بنيادي تنخواه …
آئی جی پولیس ګلګت بلتستان مستحق ملازمينو او د هغوي كورنيو له د يو كروړ 40 لكه روپو مرستې منظوري وركړه
ګلګت۔ 9جنوری (اے پی پی) انسپکټر جنرل پولیس ګلګت بلتستان افضل محمود بټ د تېر كال پولیس وېلفېئر فنډ پالیسی لاندې مستحق ملازمينو او د هغوي كورنيو له په بېلو مدونو كښې په مجموعي توګه يو كروړ 40 لكه څخه د زياتو روپو مرستې منظوري وركړه۔ د ګلګت پوليس وياند له مخې دا ادائيګي د پوليس وېلفيئر اېكټ 2016 لاندې كولې شي په كومه كښې چې د ملازمينو بنيادي تنخواه څخه يو فيصد كټوتي كولو سره په وېلفيئر فنډ كښې جمع كولې شي۔ د روان كال په مهال 361 كوچنيانو ته د تعليمي سكالرشپ په مد كښې يو كروړ 9 لكه روپۍ ٬ د انجونو ودونو لپاره 25 لكه روپۍ او د ملازمت په مهال د حق رسېدلې 10 ملازمينو كورنيو ته د تدفين او نورو چارو په مد كښې 4 لکه 30 زره روپۍ وركړې شوې۔ ده ووئيل دا اقدامات د پوليس اهلكارو د خذماتو په اعتراف كښې د هغوي د كورنيو خېر ښېګړې له شوي دي۔











