پیښور ۔ 08 جنوري (اے پي پي ) د خيبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور وئېلي دي صوبه كښې د تھاڼې كلتور په خاتمه كولو به اولس دوسته ماحول جوړولې شي ، صوبائي حکومت په ټولو څانګو كښې اولس ته اسانۍ وركولو لپاره عزم لري ۔ ده دا خبرې د پیښور تھاڼه شرقۍ كښې د پولیس سهولت مرکز پرانستې ته وكړې ۔ ده د مختلف څانګو څارنه هم وكړه …
د پولیس ټول ارزښتونه د عصري تقاضو تر مخه تر سره كولو لپاره اقدامات کېږي ، وزیراعلیٰ علي امین ګنډا پور

مزید خبریں
پیښور ۔ 08 جنوري (اے پي پي ) د خيبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور وئېلي دي صوبه كښې د تھاڼې كلتور په خاتمه كولو به اولس دوسته ماحول جوړولې شي ، صوبائي حکومت په ټولو څانګو كښې اولس ته اسانۍ وركولو لپاره عزم لري ۔ ده دا خبرې د پیښور تھاڼه شرقۍ كښې د پولیس سهولت مرکز پرانستې ته وكړې ۔ ده د مختلف څانګو څارنه هم وكړه ۔ ده ووئېل د پولیس سهولت مرکز جوړولو څخه به ټول ضروري پولیس سروسز د يو بام لاندې تلے وركول باوري كولې شي ، چې پكښې پولیس کلیئرنس، کیریکټر سرټیفکیټ ، فارن رجسټریشن، د ملازمین او ډومیسائل ویریفکیشن ، د بې دركۍ او د غلا رپورټ ، د کرایه دارو معلوماتي فارم، ټریفک انفارمیشن او ډرائیونګ لائسنس شامل دي ۔علی امین ګنډا پور ووئېل د تھاڼو کلتور به داسې جوړوو چې پكښې اولس ته مکمل تحفظ تر لاسه وي، د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره د خیبر پښتونخوا پولیس کردار د ستائيلو جوګه دے۔ ده ووئېل حکومت د پولیس ټول ضروریات د جدیدو عصري تقاضونو تر مخه سمولو له وسائل وركوي ۔ په دې موقع د پولیس اعلیٰ چارواكو وزیراعلیٰ ته د پولیس سهولت مرکز كښې د وركړے كېدونكو خدمات او سهولیات په اړه بریفنګ وركړے شو ۔بریفنګ كښې ووئېل شول چې وګړي په كور دا سهولیات او خدمات آن لائن تر لاسه كولې شي ، دا پولیس سهولت مرکز په صوبه كښې دريم مرکز دے، د دې نه وړاندې په نوښار او چارسدہ كښې مراکز جوړ كړے شوي ، په بل پړاؤ كښې به دا مراکز په نورو ضلعو كښې هم جوړ كړے شي











