اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (جے يو آئي) مشر مولانا فضل الرحمان د کشميريانو د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د خپلو هلو ځلو روانو ساتلو د غير متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي چې کشميريان به خپلي هلي ځلي تر هغه وخت رواني ساتي تر څو چې هغوي د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كړې نه وي، كوم چې د نړيوالو قراردادونو د لارې …
د کشميريانو د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو به د هغوي حمايت روان ساتو۔مولانا فضل الرحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (جے يو آئي) مشر مولانا فضل الرحمان د کشميريانو د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د خپلو هلو ځلو روانو ساتلو د غير متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي چې کشميريان به خپلي هلي ځلي تر هغه وخت رواني ساتي تر څو چې هغوي د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كړې نه وي، كوم چې د نړيوالو قراردادونو د لارې منلے شوې۔د جے يو آئي مشر د كشميرانو د خپلواكۍ حق ورځ په موقع د اتوار په ورځ خپل پيغام كښې ده په ټوله نړۍ كښې د کشميريانو د اړخه لمانځلے كيدونكي د خپلواكۍ حق ورځ په موقع د هند هټ دھرمي او منفي رويے په کشمير كښې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد په لاره كښې لوئ خنډ وګرځولو۔ده د ملګرو ملتونو د اړخه سيمه كښې د رايو شميري كولو خپلي ذمه وارۍ پوره كولو كښې په ناکامۍ هم د مايوسۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل ملګري ملتونه د 7 لسيزو راهسې اوس هم په کشمير كښې 1948 او 1949 قراردادونو له مخې د رايو شميري كولو خپل لوظ پوره كولو كښې ناکامه دې۔د جے یو آئي مشر د کشمیریانو سره د يووالي څرګندونه كولو سره په خپل پیغام کښې په نړيوالو طاقتونو زور راوړو چې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كړي۔ده زور راوړلو سره ووئيل په کشمیر د هند غیر قانونی قبضه بايد ختمه كړې شي او نړيواله ورورولي انصاف او امن په ځائې ساتلو له سمدستي نوتس واخلي۔











