د كرم په معامله د كوهاټ په لويه جرګه كښې ډلو د امن لوظ نامه لاس ليك كړه

پېښور 01 جنوري (اے پي پي) په كوهاټ كښې د كرم ضلعې په صورتحال روانه لويه جرګه پاې ته رسېدلې او ډلو د امن په لوظ نامه لاس ليك كړے ۔د جرګې غړي ملك ثواب خان تصديق كړے چې د امن په لوظ نامه لاس ليك شوے٬د ډلو د اړخه 45 ٬ 45 كسانو لاس ليك كړے ۔دغسې ډلې په 14 نكات مشتملې لوظ نامې ته صلاح شوي دي ۔د …

پېښور 01 جنوري (اے پي پي) په كوهاټ كښې د كرم ضلعې په صورتحال روانه لويه جرګه پاې ته رسېدلې او ډلو د امن په لوظ نامه لاس ليك كړے ۔د جرګې غړي ملك ثواب خان تصديق كړے چې د امن په لوظ نامه لاس ليك شوے٬د ډلو د اړخه 45 ٬ 45 كسانو لاس ليك كړے ۔دغسې ډلې په 14 نكات مشتملې لوظ نامې ته صلاح شوي دي ۔د لوظ نامې ترمخه د ډلو ترمينځه د ډزبندۍ پريكړه شوې٬ډلې به مورچې ختموي او وسله به جمع كوي۔د جرګې غړي ووئيل د لارو پرانستلو او امن لپاره منصوبه بندي كوو۔د لوظ نامې خلاف ورزي كوونكي به حكومت ته سپارلې شي۔د امن و امان باوري كولو لپاره قانون نافذ كوونكو ادارو سره به په ګډه كار كولې شي۔د لوظ نامې ترمخه د زيانونو به ازاله كولې شي او لويه وسله به حكومتي ته وركولې شي۔

مزید خبریں