اسلام آباد 27 دسمبر(اے پي پي) د هېواد د كورنۍ سلامتيا په اړه د مهمې ادارې په حېث د كورنيو چارو وزارت قومي لائحه عمل او د كراچې عملياتو ته خاص پام كولو سره په دې وروستيو كلونو كښې د ترهګرۍ په مخ نيوي كښې ځانګړې كردار ترسره كړې٬ د تېرو دوه نيمو كلونو په مهال يو شمېر لوئې كاميابې ترلاسه كړې شوې دي٬ د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د وزارت ذمه وارې پغاړه اخيستلو نه پس امن په ځائ ساتلو٬ په پوله امنيت ښه كولو٬ پاليسي سازي٬ امېګرېشن كنټرول٬ د وېزې نظام٬ د پاسپورټ او كمپيوټري شناختي كارډونو پشمول وګړو ته د شناختي دستاوېزاتو اجرا كولو ٬ د قاچاق او بشري قاچاق مخ نيوي لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي۔ وزارت وګړو ته اسانيې وركولو او اسانيې پېدا كولو لپاره په خپلو بېلا بېلو محكمو كښې ګڼ شمېر اقدامات كړي دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د هداياتو له مخې په دې لړ كښې د اقداماتو لړې روانه ساتل شوې۔ د وزارت د هڅو په اړه د دستاوېز له مخې د كورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ او انتهاخوښې مخ نيوي لپاره د روانو ضرب عضب عملياتو مهم دے او وزارت د خپلو مهمو ادارو د لارې قومي لائحه عمل عملي كولو لپاره د كورنۍ سلامتيا او د قانون نفاذ عمل قوي كړې۔ اي سي اېل لپاره پاليسي وضع كړې شوې او بغير د كومې وجې په لسټ كښې شامل كړې شوي د زرګونو په شمېر خلق د دې لسټ څخه ايستل شوي او خلقو ته اسانيې وركړې شوې دي او بلېك لسټ ختم كړې شوې۔ د اي سي اېل څخه تر اوسه 9750 نومونه ايستل شوي دي٬ په دې لړ كښې د مناسب اېس او پيز نظام جوړ كړې شوې۔ د وزارت د لا ونګ بيا تشكيل شوې او قوي كړې شوې۔ 2 زره 666 انكوائرې پېل كړې شوې دي 56 افسران او اهلكار سرنډر كړې شوې او د كورنيو چارو د وزارت او اړوند محكمو د افسرانو او اهلكارو په ضد 49 كېسونه درج كړې شوي دي۔ د كال 1973 نه تر اوسه د وسلې لائسنس د تصديق عمل ته حتمي شكل وركړې شوې۔ وزارت تھائي لېنډ٬ بحرېن او كوېت سره د وېزې د خاتمې لوظنامې لاسليك كړې۔ د امن بحالۍ لپاره د كراچې عمليات پېل كړې شول۔