کوئټه۔ 28 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي چې په ژوب ضلع کښې د دانش سکول جوړولو منظوري د ژوب د خلکو لپاره د تعلیمي فرصتونو او د پرمختګ یو نوی دور په ګوته کوي۔ د خالي په ورځ جاري شوي يو بيان كښې د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د وزيراعظم شهباز شريف ځانګړې مننه كولو سره ووئيل دا دانش سکول به د هيلې …
دانش سکول به د اميد يو څرك ثابت شي٬ دا د علمي بریالیتوب روښانه سباؤن لپاره د همکارۍ، عزم او د اولس دوسته جذبې ثبوت دے: د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
کوئټه۔ 28 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي چې په ژوب ضلع کښې د دانش سکول جوړولو منظوري د ژوب د خلکو لپاره د تعلیمي فرصتونو او د پرمختګ یو نوی دور په ګوته کوي۔ د خالي په ورځ جاري شوي يو بيان كښې د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د وزيراعظم شهباز شريف ځانګړې مننه كولو سره ووئيل دا دانش سکول به د هيلې يو څرك ثابت شي٬ دا د علمي بریالیتوب روښانه سباؤن لپاره د همکارۍ، عزم او د اولس دوسته جذبې ثبوت دے۔ ده ووئيل دانش سكول به د ژوب زده کوونکو ته د معياري زده کړو ترلاسه كولو موقع وركړي۔ ده ووئيل د ژوب سيمه صلاحيت لرونكي ځوانان لري كوم چې په نړۍ كښې خپله نامه روښانه كولو ته په تمه دي خو د بنيادي اسانيو ، عصري ټرېننګ او د لازمي موقعو كمي دلاسه تر دې دمه په بشپړه ډول نه دي رامخې شوي۔ ده وويل زه غواړم او دا مې پرله پسې هڅه ده چې مونږ ژوب د عصري زده كړو مركز جوړ كړؤ۔ ګورنر مندوخېل ووئيل چې د بلوچستان په لرې پرتو ضلعو كښې د زده كړو ٬ روغتيا او پاكو اوبو آسانۍ باوري كول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ ګورنر ووئيل د اولسي خادم په توګه ما د اولس د ټولو حقونو او اختياراتو خيال ساتلو ته ترجيح وركړې ده او داسې به سباؤن كښې هم كوم۔









