مسيحي ورورلۍ ته د كرسمس مباركي ٬ دا د امن ٬ مينې او خوشحالو يو بل سره د شريكولو اختر دے ٬ د كے پي كے ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور۔ 25 دسمبر (اے پی پی)د خېبر پختونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د کرسمس په مناسبت خپل پیغام کښې ویلي چې د هیواد په ټولو برخو کښې، په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا کښې د مسیحي ټولنې غړو ته د کرسمس د خوشالیو په زړه پورې مبارکي وړاندې کوم، کرسمس د سولې، مينې، یو بل ته د درناوي وركولو او يو بل سره د خوشالیو د شریکولو اختر دے۔ ګورنر وویل …

پېښور۔ 25 دسمبر (اے پی پی)د خېبر پختونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د کرسمس په مناسبت خپل پیغام کښې ویلي چې د هیواد په ټولو برخو کښې، په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا کښې د مسیحي ټولنې غړو ته د کرسمس د خوشالیو په زړه پورې مبارکي وړاندې کوم، کرسمس د سولې، مينې، یو بل ته د درناوي وركولو او يو بل سره د خوشالیو د شریکولو اختر دے۔ ګورنر وویل چې کرسمس د مينې، سولې، زغم، او ورورولۍ پیغام ورکوي چې د بشري ژوند بنيادي اصول دي۔ ده وويل د هیواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او ثبات کښې د مسیحي ټولنې خدمتونه د ستائنې وړ دي۔ ده وویل چې د هیواد اساسي قانون ټولو وګړو ته مساوي حقونه ورکوي، مونږ ټولو له به د یوې سولييزې ، خوشحاله او پرمختللې ټولنې جوړولو لپاره هڅې كول وي۔ ده ووئيل مونږ ټول باید هر ډول اختلافات يو اړخ ته كولو سره د یوې غوره او همغږي لرونكې ټولنې جوړولو لپاره يو موټے شوو۔ ده ووئيل د پاكستاني قام په حېث به مونږ له د هېود پرمختګ ٬ امن او مينې ته وده وركولو له خپل كردار لا مضبوطول وي۔

مزید خبریں