ټېكساس 27 دسمبر(اے پي پي) په امريكا كښې د طوفان او باران په نتيجه كښې 8 تنه مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د امريكې په شمالي ټېكساس ايالت كښې په يو شمېر سيمو كښې طوفان تباهي كړې۔ په طوفان او سخت باران كښې 8 تنه مړه شوي دي۔ په زياتره سيمو كښې د برېښنا نظام وېجاړ شوے٬ د چارواكو له مخې په ځپل شويو سيمو كښې د مرستې چارې روانې دي۔