په تركيه كښې په هوائي اډه د چاودنې ذمه واري يوې وسله والې ډلې پغاړه واخيسته

استنبول 27 دسمبر(اے پي پي) په تركيه كښې په هوائي اډه د چاودنې ذمه واري يوې وسله والې ډلې پغاړه واخيسته۔ د خبر له مخې د تركيې چارواكو وئيلي دي چې يوې وسله والې ډلې د استنبول په دويمه نړيواله اډه د چاودنې ذمه واري پغاړه اخيستې د كومې په نتيجه كښې چې په صفائې بوخت يوه دېرش كلنه مېرمن مړه او دوه تنه ژوبل شوي وو۔ دا ذمه واري فريډم فالكنز آف كردستان ډلې پغاړه اخيستې۔ ده بريد په داسې وخت كښې شوې كله چې د دې كردستان وركرز ګوند په ضد په ټول هېواد كښې عمليات پېل كړې شوې دي۔