چين سره د اقتصادي تړون لا پياوړې كولو كلك عزم لرؤ٬ چينائي كاروباري ادارې دې د سرمايه كارۍ موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي٬ د سفير خليل هاشمي پاكستان سرمايه كاري كنفرنس ته خطاب

بیجنګ۔14ستمبر (اے پی پی) په بيجنګ كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي چين سره د اقتصادي تړون لا پياوړې كولو له د پاكستان د كلك عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې چينائي كاروباري ادارې دې د پاكستان په بېلو څانګو كښې موقعو څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پاكستاني سفارت په كوربتوب كښې د باوقار چائنا انټرنېشنل فیئر فار ټرېډ اِن سروسز …

بیجنګ۔14ستمبر (اے پی پی) په بيجنګ كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي چين سره د اقتصادي تړون لا پياوړې كولو له د پاكستان د كلك عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې چينائي كاروباري ادارې دې د پاكستان په بېلو څانګو كښې موقعو څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پاكستاني سفارت په كوربتوب كښې د باوقار چائنا انټرنېشنل فیئر فار ټرېډ اِن سروسز په موقع ’’پاکستان انوېسټمنټ کانفرنس ۔ ټوګېدر فار اے شیئرډ فیوچر‘‘ ته خطاب كښې وكړه۔ د كنفرنس مقصد په پاكستان كښې يو شمېر څانګو كښې غېر ملكي سرمايه كارو ته ترغيب وركول وو۔ په كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو كښې د بیجنګ دوهم عمومي سكېتر لیو میئنګ، نړيوال تجارت ته وده وركولو له د ډيكي زو سټي كونسل صدر هان بن ٬ د پنګډنګشان ښار د پیپلز ګورنمنټ دوهم عمومي سېكتر ژانګ یان چھنګ او د تجارت وزارت دوهم ډي جي لی اېن په شمول يو شمېر چينائي چارواكي شامل وو۔ د استقباليې وېنا كښې سفير خليل هاشمي چين سره د اقتصادي اړيكو لا پياوړې كولو له د پاكستان په مضبوط عزم زور راوړو۔ سفیر د پاكستاني ادارو مشغول كولو او چينائي همڅنګو سره تړلو او د پخوانۍ سرمايه كارۍ كاميابو په ډاګه كولو له د سفارتخانې د يو اقدام په توګه د دې كنفرنس اهميت په ډاګه كړو۔ ده چينائي سرمايه كارو ته دې موقعو څخه د ګټې پورته كولو ترغيب وركولو سره په سباؤن كښې كېدونكي بزنس ټو بزنس کنفرنسونو لپاره د سفارتخانې روډ مېپ هم شيئر كړو۔ په كنفرنس كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د سرمايه كارۍ ٬ نجكارۍ او مواصلاتو وفاقي وزير عليم خان مهم وېډيو پېغامونه هم وړاندې كړې شول۔ دواړو وزيرانو د هېواد په مهمو اقتصادي څانګو كښې چينائي سرمايه كاري آسانولو له د پاكستان د مضبوط عزم پخلے وكړو۔ د يادونې وړ خبره دا ده چې د پاكستاني او چينائي كمپنيو ترمينځه د 350 ملین امریکائي ډالر څخه د زيات ماليت د تفاهم دوه يادښتونه لاس ليك كړې شول چې ورسره به د پاكستان او چين ترمينځه د سرمايه كارۍ او تجارتي همكارۍ زياتولو لاره هواره شي۔

مزید خبریں