رياض۔12 ستمبر(اے پي پي) د سعودي عرب په سكولونو كښې د چېنائي ژبې كلاسونه پېل كړے شول۔ د عرب نيوز ترمخه د چېنائي ژبې د تعليم پېل د پرائمري او مډل كلاسونو طلباﺀ لپاره كېږي كوم به چې د اسيائي قام كلتور رامخې ته كولو كښې مهم كردار تر سره كوي ۔ تېر كال د دواړو هېوادونو تر مينځه د شوې تعليمې لوظنامې تر مخه په هېواد كښې 175 پوهان …
د سعودي عرب سكولونو كښې د چينائي ژبې كلاسونه پيل شول

مزید خبریں
رياض۔12 ستمبر(اے پي پي) د سعودي عرب په سكولونو كښې د چېنائي ژبې كلاسونه پېل كړے شول۔ د عرب نيوز ترمخه د چېنائي ژبې د تعليم پېل د پرائمري او مډل كلاسونو طلباﺀ لپاره كېږي كوم به چې د اسيائي قام كلتور رامخې ته كولو كښې مهم كردار تر سره كوي ۔ تېر كال د دواړو هېوادونو تر مينځه د شوې تعليمې لوظنامې تر مخه په هېواد كښې 175 پوهان د چين د مخصوص ژبې مېنډرين تعليم وركوي۔د سعودي تعليم وزارت په رپورټ كښې وئېلې شوي د هېواد ځوانانو زده كوونكو لپاره د چين په نوموړو پوهنتونونو كښې د ملازمتونو لټولو يا د تعليم تر لاسه كولو لپاره به موقعې لا ښه كولې شي۔ په رياض كښې مېشته د سعودي يوې مېرمن حنان الحربي په دې اقدام د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئېلې دي نړيوال كلتور له وده وركولو او په خاص توګه د چين استازانو په نګرانۍ كښې طلباﺀ لپاره د نوي او ګټورې ژبې پوهه وركولو په لور دا د وزارت يو ګټور اقدام دے ٬ په نړيوال معيشت كښې د چين زياتېدونكې اهميت او د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتي او اقتصادي اړيكې به د وزات دې پرېكرې سره لا وده ومومي۔ په تياجن كښې مېشته د چين يوې مېرمنې تاؤ وانګ وېنا وه مونږ دا يو مثبت پرمختګ ګڼړو او زمونږ لپاره د دې اقاد مقصد د چينائي تهذيب كلتوري حېثيت د خپلو پولو نه پورې رسول دي۔ دا اقدام به د دواړو هېوادونو تر مينځه د موثره رابطې په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو له مرستياله وګرځي او كلتوري تبادله به مونږ د يو بل سره مخ په وړاندې تللو لپاره ثابت قدمه وګرځې۔










