د ايران صدر په سرکاري دوره عراق ته ورسېد

بغداد 11 ستمبر (اے پي پي) د ايران صدر مسعود پزشکيان په سرکاري دوره عراق ته رسېدلے دے۔ د ايران نيوز اژانس ارنا له مخې د شورو په ورځ سهار د عراق بغداد انټرنيشنل ايئرپورټ ته په رسېدو د عراق وزيراعظم محمد شيعه السوډاني د ده هركلے وكړو٬ په بغداد انټرنيشنل ايئرپورټ د ايران صدر لپاره د هركلي دستوره وشوه چې پكښې د دواړو هېوادونو سرودونه وغږولے شول او د …

بغداد 11 ستمبر (اے پي پي) د ايران صدر مسعود پزشکيان په سرکاري دوره عراق ته رسېدلے دے۔ د ايران نيوز اژانس ارنا له مخې د شورو په ورځ سهار د عراق بغداد انټرنيشنل ايئرپورټ ته په رسېدو د عراق وزيراعظم محمد شيعه السوډاني د ده هركلے وكړو٬ په بغداد انټرنيشنل ايئرپورټ د ايران صدر لپاره د هركلي دستوره وشوه چې پكښې د دواړو هېوادونو سرودونه وغږولے شول او د دې نه وروستو د ګارډ آف آنر جاج واخستلے شو٬ د دستورې نه وروستو د ايران صدر به په صدارتي محل كښې د عراق خپل همڅنګ عبدالطيف راشد او وزيراعظم سره ملاقات كوي٬ په اګست كښې نوي ايراني صدر د خپلې چوكۍ سبنهالولو نه وروستو دا د صدر وړومبۍ غېر ملكي دوره ده

مزید خبریں