د غزه په څير مرګونه او تباهي مونږ چرته نه ده ليدلې: د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر

ملګري ملتونه ۔10ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټرېش وئيلي دي ما په غزه كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې د شوې تباهۍ او مرګونو په څير صورتحال چرته هم نه دې ليدلے ۔ اے پي سره مركه كښی ده اپيل وكړو چې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په حېث زما په 7 كلنه دور كښې د روانې دې بدترينې تباهۍ او مرګونو لړۍ بايد …

ملګري ملتونه ۔10ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټرېش وئيلي دي ما په غزه كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې د شوې تباهۍ او مرګونو په څير صورتحال چرته هم نه دې ليدلے ۔ اے پي سره مركه كښی ده اپيل وكړو چې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په حېث زما په 7 كلنه دور كښې د روانې دې بدترينې تباهۍ او مرګونو لړۍ بايد مخه ونيولې شي۔ ده ووئيل دا سوچ هېڅ حقيقت نه لري چې ملګري ملتونه د غزه په سباؤن كښې كردار ترسره كولې شي يا امن پوځ لېږلے شي ٬ ولې چې د اسرائيل لخوا د ملګرو ملتونو د كردار قبلولو كوم امكان نشته۔ بياهم ملګري ملتونه به د كومې هم جنګ بندۍ ملاتړ روان ساتي۔ د ملګرو ملتونو لخوا په منځني ختيز كښې كال 1948 څخه نګرانۍ لپاره يو پوځي مشن روان دے كوم چې د يو اېن ټي اېس او نامې سره يادېږي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل 50 لکه فلسطینی وګړي په يو رياست كښې خپل حقونه نه لري۔ آيا دا ممكن ده؟ ده ووئيل كه مونږ په منځني ختيز كښې امن غواړؤ نو زما په خيال كښې دوه رياستي حل ضروري دے۔ د غزه د روغتيا وزارت له مخې په اسرائيلي يرغل كښې تر دې دمه 40 زره 900 فلسطينيان شهيدان شوي دي۔ په غزه كښې د تېرو 11 مياشتو څخه روانو اسرائيلي كارروائيو په لويه توګه تباهي كړې او د غزه په 23 لکه آبادۍ كښې نزدې 90 فیصده څو څو وارې بې كوره كړې شوې ده۔(