د كډوالو په مخيم اسرائيلي بريد ٬ 40 فلسطيي وګړي شهيدان ٬ 60 ژوبل

غزہ۔10ستمبر (اے پی پی) د غزہ سول ډیفنس ایجنسۍ وئيلي دي چې د فلسطيني كډوالو په مخيم د اسرائيلي فضائي بريد په نتيجه كښې 40 فلسطيني وګړي شهيدان او 60 ژوبل شوي دي۔ د روئټرز له مخې د ښار د انتظاميې وېنا ده چې فضائي بريدونه د نهې په ورځ سهار وكړې شول۔ په دې مخيم كښې زياتره هغه كسان مېشته وو كوم چې بريدونو څخه بچ كېدو لپاره دغلته …

غزہ۔10ستمبر (اے پی پی) د غزہ سول ډیفنس ایجنسۍ وئيلي دي چې د فلسطيني كډوالو په مخيم د اسرائيلي فضائي بريد په نتيجه كښې 40 فلسطيني وګړي شهيدان او 60 ژوبل شوي دي۔ د روئټرز له مخې د ښار د انتظاميې وېنا ده چې فضائي بريدونه د نهې په ورځ سهار وكړې شول۔ په دې مخيم كښې زياتره هغه كسان مېشته وو كوم چې بريدونو څخه بچ كېدو لپاره دغلته رسېدلې وو۔ د غزہ ښار سول اېمرجنسي سروس لخوا وئيلې شوي دي چې د بريدونو په نتيجه كښې په 20 خېمو اور ولګېدو او د توغندي پرېوتو له امله دغلته 30 فټه ژورې كندې جوړې شوې۔ د سروس له مخې په ژوبل شويو كښې مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ د اېمرجنسی سروس د يو اهلكار د وېنا له مخې زمونږ د ډلې غړي تر دې دمه په نخښه كړې شوي ځاے څخه مړي او ژوبل شوي كسان راوباسي۔