د سعودي عربستان د كورنيو چارو وزير د مصر صدر سره ملاقات ٬ د امنيتي مرستې جاج واغستلے شو

ریاض ۔9 ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د كورنيو چارو وزير شهزاده عبد العزيز بن نايف د قاهرې په صدارتي محل كښې مصري صدر عبد الفتاح السيسي سره ملاقات كړے ۔ د اېس پي اے له مخې شهزادہ عبدالعزیز بن سعود بن نایف د سعودي مشرتابه لخوا مصري حكومت ٬ د اولس پرله پسې پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د دواړو …

ریاض ۔9 ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د كورنيو چارو وزير شهزاده عبد العزيز بن نايف د قاهرې په صدارتي محل كښې مصري صدر عبد الفتاح السيسي سره ملاقات كړے ۔ د اېس پي اے له مخې شهزادہ عبدالعزیز بن سعود بن نایف د سعودي مشرتابه لخوا مصري حكومت ٬ د اولس پرله پسې پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو او امنيتي مرستې جاج واغستلے شو۔ په دې موقع وزيرمملكت او كابينې غړې ډاكټر عصام بن سعد بن سعيد ٬ داخله مرستيال ډاكټر هشام بن عبدالرحمن الفالح او په مصر كښې سعودي سفير صالح عید الحصینی هم موجود وؤ۔ د مصر لخوا د كورنيو چارو وزير مېجر جنرل محمد توفيق هم ملاقات كښې ګډون وكړو۔